Mar 14, 2022 13:32 Asia/Kabul
  • ایران د صهیونیستانو جنایتونه بې ځوابه نه پریږدي

د فلسطیني مقاومت کمیټې د اسرائیلي رژیم په استخباراتي مرکزونو باندې د اسلاميانقلاب د سپاه پاسداران د توغندوي برید په غبرګون کې ویلي چي ایران د صهیونیستانو جنایتونه بې له ځوابه نه پریږدي.

د فلسطیني مقاومت کمیټې د یوې بیانیې په خپرولو سره د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د توغندوي عملیات په ستاینې سره اعلان وکړ چي د صهیونیستي رژیم کمزوری او ماتېدونکی رژیم دی.

په دغه بیانیه کې راغلې چي د ایران اسلامي جمهوریت د اسرائیل جنایتونه بې ځوابه نه پریږدي او یوازې حقیقي مقاومت کولایشي د صهیونیستانو په وړاندې ودریږي.

د یکشنبې په ورځ سهار وختي د عراق په اربیل سیمه کې د اسرائیلي رژیم (موساد) دوه استخباراتي مرکزونه د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د کره نښه ویشتونکي توغندیو له لوري په نښه شول.

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د عامه اړیکو او د اطلاع رسونې ادارې د یوې بیانیې په صادرولو سره، د صهیونیستانو د دسیسو او د شرارتونو د دوو مرکزونو وېشتل کېدو ته په اشارې سره، اعلان وکړ چي دغه برید د صهیونیستي رژیم د وروستیو جنایتونو په ځواب کې تر سره شوی دی.

 

 

ټیګونه