د قربانیانو د فاتحې له مراسمو سره د سعودي عربستان مخالفت
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i113432-د_قربانیانو_د_فاتحې_له_مراسمو_سره_د_سعودي_عربستان_مخالفت
د جزیره العرب د اپوزیسیون یو جګپوري غړی ویلي چي د سعودي عربستان حکومت په دغه هیواد کې د ډله ایز اعدام د قربانیانو لپاره د فاتحې او د ویرې د مراسم د تر سره کېدو مخنیوی کړی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 14, 2022 10:08 Asia/Kabul
  • د قربانیانو د فاتحې له مراسمو سره د سعودي عربستان مخالفت

د جزیره العرب د اپوزیسیون یو جګپوري غړی ویلي چي د سعودي عربستان حکومت په دغه هیواد کې د ډله ایز اعدام د قربانیانو لپاره د فاتحې او د ویرې د مراسم د تر سره کېدو مخنیوی کړی دی.

د یادې ټولنې یو غړی حمزه الشاخوري اعلان وکړ چي د عربستان دولت د ۸۱ کسانو د اعدام په هکله ناسم معلومات خپروي نو ځکه د سعودي د حکومت له لوري مطرح شوي تورونه بې اعتباره دي.

هغه زیاتوی: په عربستان کې د اعدام احکام د ښکاره تورونو پر بنیاد نه تر سره کیږي، بلکې د چټي او دروغو تورونو پر بنیاد د مخالفینو د اعدام حکم صادریږي.

د سعودي د کورنیو چارو وزارت تېرو ورځو کې د یوه ماشوم په شمول ۸۱ تنه فرهنګي او سیاسي شخصیتونه چي اکثره یې د قطیف د شیعه میشت سیمي اوسېدونکي وه، اعدام کړ.

د یمن دولت هم اعلان وکړ چي په اعدام شویو کسانو کې دوه تنه یمنی اسیران هم شامل و.