د عراق اسلامي مقاومت غورځنګ:
د صهیونستانو او خائنانو په وړاندې د فلسطین ملاتړ کوو
د عراق د اسلامي مقاومت د غورځنګ سرمنشي اعلان وکړ چي تل به د اسرائیلو او د هغه د سازښګرو عربو ملګرو په وړاندې د فلسطیني مقاومت څخه ملاتړ وکړي.
د عراق د اسلامي مقاومت د غورځنګ (نجبا) سرمنشي شیخ اکرم الکعبی د فلسطیني ولس له مقاومت څخه په ملاتړ سره، وویل: د فلسطین عزتمن مجاهدین یو حساس او برخلیک ټاکوونکی پړاو کې قرار لري.
هغه زیاته کړه: د فلسطین صبرناک ولس د صهیونیستي رژیم سره په مقابله کې په تشو لاسونو په ټانګونو او مرمیو باندې ورځي، هغه هم د هغو عربو د سترګو په وړاندې چي شیطان سره په جورجاړی کې خپل وجدان له لاس ورکړی دی.
د ویلو دی چي صهیونیستي رژیم سره د ترکیې، امارات، بحرین او یو شمېر نورو هیوادونو تر جوړ جاړی وروسته، په فلسطین باندې د صهیونیستانو بریدونه زیات شوی ان دا چې تېره ورځ یې په الاقصی جومات باندې په برید په لسګونو لمونځ کوونکي یې ټپیان کړي او د جومات بې حرمتي یې کړې ده.