د صهيونېسټ فوځيانو په ډزو يوه فلسطيني جينۍ شهيده شوه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i114922-د_صهيونېسټ_فوځيانو_په_ډزو_يوه_فلسطيني_جينۍ_شهيده_شوه
د فلسطين د روغتيا وزارت نن سحر په لويديځه غاړه کښې د يوې فلسطيني جينۍ د شهادت خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Apr 19, 2022 07:30 Asia/Kabul
  • د صهيونېسټ فوځيانو په ډزو يوه فلسطيني جينۍ شهيده شوه

د فلسطين د روغتيا وزارت نن سحر په لويديځه غاړه کښې د يوې فلسطيني جينۍ د شهادت خبر ورکړ.

د اېرنا د رپوټ له مخې د فلسطين د روغتيا وزارت اعلان وکړ له جنين ښار سره نزدې فقوعه کلي کښې مېرمن حنان حضور نومې اتلس کلنه جينۍ چې تېره هفته د صهيونېسټو فوځيانو په ډزو ژوبله شوې وه د زخمونو د سختۍ له کبله په شهادت اورسېده.

د دغه رپوټ له مخې مېرمن حنان حضور تېره هفته په جنين کېمپ باندې د غاصبو صهيونېسټو فوځيانو د يرغل په دوران کښې په ډزو سره زخمي شوې وه.

په نيواکي قدس شريف او د مسجدلاقصي په خواوشا کښې د فلسطينيانو او صهيونېسټو فوځيانو ترمېنځ نښتې د روژې د مبارکې مياشتې له ابتداء څخه شروع شوې او هم هغه شان دوام لري.

په وروستيو دوو هفتو کښې په دغو نښتو کښې په سلګونو فلسطينيان ژوبل شوي او يو شمېر هم شهيدان شوي دي.