د فلسطین ازادې جبهې اسرائیلو ته خبرداری ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i115602-د_فلسطین_ازادې_جبهې_اسرائیلو_ته_خبرداری_ورکړ
فلسطین الیوم خبري سایټ راپور ورکړ د فلسطین د ازادۍ لپاره ولسي جبهې ټينګار وکړ په الاقصی جومات باندې به د صهیونیسټانو نږدې یرغل د فلسطینیانو پراخه غصه ځان پسې ولري .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 05, 2022 01:31 Asia/Kabul
  • د فلسطین ازادې جبهې اسرائیلو ته خبرداری ورکړ

فلسطین الیوم خبري سایټ راپور ورکړ د فلسطین د ازادۍ لپاره ولسي جبهې ټينګار وکړ په الاقصی جومات باندې به د صهیونیسټانو نږدې یرغل د فلسطینیانو پراخه غصه ځان پسې ولري .

صهیونیسټان اراده لري چې نن د صهیونیسټ رژیم یعني د  نیواکي فلسطین د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت د صهیونیسټ رژیم په بیرغ سره الاقصی جومات ته ورشي او د دغه جومات دننه د اسرائیلو رژيم ملي سرود وغږوي .

د صهیونیسټ رژیم  پولیسو هم په رسمي ډول نن په الاقصی جومات باندې د یهودي  نیواکګرو ښارګي میشته خلکو له ډله ییز تیري سره موافقت کړی دی .

د فلسطین د ازادۍ لپاره ولسي جبهې پرون په یوې(۱) بیانیې کښې په الاقصی جومات باندې د یرغل لپاره د صهیونیسټانو د بلنې په هکله تل اویو ته خبرداری ورکړ .

په دغه بیانیې کښې ویل شوي دي بې شکه مونږ په الاقصی جومات باندې د صهیونیسټانو له یرغل سره مقابله کوو او له ټولو فلسطیینانو غواړو چې له صهیونیسټانو سره مقابله وکړي .

له دې مخکې حماس ، جهاد اسلامي غورځنګونو او د فلسطین د مقاومت کمیټیو هم په الاقصی جومات باندې د تیریګرو اقداماتو د پایلو په هکله صهیونیسټ رژیم ته خبرداري ورکړي وو .