سوریې ته د امریکایانو د یو فوځي کاروان ننوتل
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i116496-سوریې_ته_د_امریکایانو_د_یو_فوځي_کاروان_ننوتل
د امریکې د اشغالګرو ځواکونو یو لوی فوځي او لجیسټیکي کاروان د عراق له سرحد څخه په غیرقانوني توګه سوریې ته ورننوتلی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 27, 2022 09:35 Asia/Kabul
  • سوریې ته د امریکایانو د یو فوځي کاروان ننوتل

د امریکې د اشغالګرو ځواکونو یو لوی فوځي او لجیسټیکي کاروان د عراق له سرحد څخه په غیرقانوني توګه سوریې ته ورننوتلی دی.

په ۲۰۱۷ میلادي کال کې په سوریه کې د داعش په شمول د امریکې د لاسپوڅو ترهګرو ډلو له ماتي وروسته، امریکایي ځواکونه په مستقیمه او غیرقانوني توګه سوریې ته ننوتلي او د دې هیواد د تېلو او زیرمو چور او تالان پیل کړي دي.

د امریکایي ځواکونو دغه کاروان سوریې ته تر ننوتلو وروسته د الحسکې په لور تللي، تر څو هلته میشتو امریکایي اشغالګرو ځواکونو او همدارنګه د قسد ډلي جنګیالیو ته تدارکات ورسوي.

اوس مهال د سوریې ځینې برخې د امریکې او د هغه د لاسپوڅو ډلو تر اشغال لاندې دي.

د سوریې حکومت په ځلونو ویلي چي د دې هیواد په ختیځ او شمال ختیځو سیمو کې د امریکایانو شتون غیرقانوني دی او دغه اشغالګر ځواکونه باید د سوریې د تېلو او د زیرمو چور او تالان پای ته ورسوي.