د عراق پارلمان اسرائیل سره هر ډول اړیکې جرم وباله
May 28, 2022 01:09 Asia/Kabul
د عراق پارلمان د یو قانون په تصویبولو سره، د اسرائیلي رژیم سره د حکومت له لوري د اړیکو هر ډول رغونه جرم بللی دی.
په بغداد کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر محمد کاظم آل صادق د صهیونیستي ضد د دغه قانون د تصویبولو د امله د عراق د پارلماني استازو ستاینه وکړه.
د عراق د پارلمان له لوري په تصویب شوی قانون کې راغلې چي د اسرائیل رژیم سره هر ډول سیاسي، امنیتي، اقتصادي، تخنیکي، فرهنګي، سپورټي او پوهنیزي همکارۍ چي تر عنوان لاندې وي، جرم او خیانت بلل کیږي.
ټیګونه