د فلسطین خارجه وزارت د صهیونیسټان سپکاوی وغاند
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i116624-د_فلسطین_خارجه_وزارت_د_صهیونیسټان_سپکاوی_وغاند
زمونږ خبریال وايي د فلسطین خارجه وزارت د پیغمبر اکرم حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم ته د صهیونیسټانو سپکاوی او د بیرغ په لاریون کښې د فلسطینیانو پرضد توکمپاله شعارونو ته غبرګون وښود.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 30, 2022 09:01 Asia/Kabul
  • د فلسطین خارجه وزارت د صهیونیسټان سپکاوی وغاند

زمونږ خبریال وايي د فلسطین خارجه وزارت د پیغمبر اکرم حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم ته د صهیونیسټانو سپکاوی او د بیرغ په لاریون کښې د فلسطینیانو پرضد توکمپاله شعارونو ته غبرګون وښود.

الاقصی جومات له پرون سهار څخه په دغه جومات باندې د صهیونیسټاڼو له یرغل او د  بیرغ د لاریون په نوم د مراسمو له ترسره کیدا سره په یووخت د تاوتریخوالي کتونکی و.

څه د پاسه زر (۱۰۰۰)صهیونیسټ ښارګي میشته خلک د اسرائیلو رژیم د عسکرو په ملاتړ سره د الاقصی جومات انګڼ ته ننوتل او هلته یې په «تلمودي» مراسمو او لسمونکو اقداماتو سره د مسلمانانو د لومړۍ قبلې حرمت تر پښو لاندې کړ.

په همدې لړ کښې په زرګونو صهیونیسټ ښارګي میشته کسانو پرون مازیګر د قدس په زړې پرخې کښې په باب العامود محلې کښې د بیرغ د لاریون په نوم ادعايي لاریون ترسره کړ چې له فلسطینیانو سره د جګړې سبب شو.

صهیونیسټ ښارګي میشته خلکو په دغه لاریون کښې د پیغمبر اکرم حضرت محمد(ص) د سپکاوي او دغه راز د الموت للعرب په شمول د فلسطینیانو او د عربانو پرضد توکمپاله شعارونه ورکړل.

د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو خارجه وزارت د پیغمبر اکرم حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم سپکاوی  او توکمپاله شعارونه وغندل.

د فلسطین خارجه وزارت دغه راز ډاګینه کړه د فلسطین له بیرغ سره یوځاې په واټونو کښې د فلسطینیانو شتون د قدس په یوځاې کولو او د هغه په یهودي کولو کښې د صهیونیسټ رژیم د ماتي د خوړلو پریکنده دلیل دی.