د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر اسرائیلو ته تللی
ایرنا خبري اژانس وايي د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر رافائل ګروسي بیګا د صهیونیسټ رژیم له چارواکو سره د کتنې لپاره نیواکي ټاټوبو ته ورغی.
د صهیونیسټ رژيم د لومړي وزیر نفتالي بنت دفتر په یوې خبر پاڼه کښې وویل چې د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر رافائیل ګروسي له لومړي وزیر سره د کتنې لپاره تل ابیب ته رسیدلی دی.
د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر رافائل ګروسي او د صهیونیسټ نیواکګر رژیم لومړی وزیر نفتالي بنت به نن کتنه او خبرې وکړي.
د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د مشر سفر اټومي تړون ته د نه ورستنیدا لپار د امریکا او د لویدیځو هیوادونو تر دباو لاندې د راوستلو لپاره د صهیونیسټ رژیم له ورانونکو اقداماتو وروسته ترسره کیږي.
صهیونیسټ رژيم او دغه راز د سیمې ځینې عرب حکومتونه له سعودي عربستان، متحده عربي امارات ، بحرین وغیره وغیره سره یوځاې زیات کوشش کوي چې امریکا اټومي تړون ته ورستنه نشي او په ایران هماغه راز زیات دباونو او بایکاټونه دوام ولري.