سعودي ائتلاف د یمن د سونګو یوه بله کشتۍ ونیوله
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i116802-سعودي_ائتلاف_د_یمن_د_سونګو_یوه_بله_کشتۍ_ونیوله
د یمن د تیلو د ملي شرکت ویاند د تیري ګر سعودي ائتلاف له خوا د دغه هیواد د سونګو د یوې بلې کشتۍ د نیولو خبر ورکړ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 04, 2022 03:04 Asia/Kabul
  • سعودي ائتلاف د یمن د سونګو یوه بله کشتۍ ونیوله

د یمن د تیلو د ملي شرکت ویاند د تیري ګر سعودي ائتلاف له خوا د دغه هیواد د سونګو د یوې بلې کشتۍ د نیولو خبر ورکړ

سعودي ائتلاف په وروستیو دریو کلونو کښې د یمن د سونګو او د خوراکي موادو او حتی د طبي تجهیزاتو کشتۍ نیولې دي.

عصام المتوکل بیګا وویل چې تیري ګر سعودي ائتلاف د (فورس پاور) په نامه هغه کشتۍ نیولې ده چې په کښې د یمن د خلکو لپاره  ۲۳ زره ټنه ګوګړ او ۷ زره ټنه ډیزل وو.

د یمن د تیلو د ملي شرکت د ویاندوي په خبره، دغې کشتۍ د ملګرو ملتو لپاره د تګ راتګ مجوز درلود.

سعودي ائتلاف له دې مخکښې هم د یمن لپاره د سونګو وړونکې یوه بله کشتۍ نیولې وه.