حماس غورځنګ له صهیونیسټ رژیم سره په مقابلې ټینګار وکړ
اناتولي خبري اژانس راپور ورکړ د فلسطین اسلامي مقاومت غورځنګ حماس په الاقصی جومات کښې د صهیونیسټ د موقته رژیم جنایتونو ته په اشارې سره له دغه رژيم سره د مقابلې او د جنګ د لمن د پراخولو غوښتنه وکړه.
صهیونیسټ ښارګي میشته خلک هره ورځ په الاقصی جومات باندې یرغلونه کوي داسې یرغلونه چې د صهیونیسټ رژیم د چارواکو په ملاتړ سره کیږي او هغه په الاقصی جومات کښې د ځای او د مکان د ویش د تپلو په هدف سره د نیواکګرانه هڅو د بشپړولو لپاره ترسره کیږي.
د فلسطین د حماس غورځنګ ویاند عبداللطیف القانوع په قدس او الاقصی جومات کښې د فلسطین د ملت د جنګ په لړ کښې له صهیونیسټ نیواکګر رژيم سره د نښتې او د ټکر د لمن د پراخولو غوښتنه وکړه او ټولو فلسطیني ډلو ته یې بلنه ورکړه چې د دغو پلانونو د ناکامه کولو او ورسره د مقابلې هڅه وکړي.
القانوع وویل دا خبره امکان نلري چې مقاومت د قدس د نیواکګر رژيم د جنایتونو په وړاندې غلي پاتې شي او دغه رژیم به د خپلو جنایتونو لپاره درنه بیه ورکړي.
قدس ښار چې هلته د مسلمانانو لومړۍ قبله مسجد الاقصی واقع دی د فلسطین نا جلا کیدونکي برخه او درې ګوڼه مهم اسلامي سپیڅلي ځایونه ګڼل کیږي.