په عراق کښې د ایران او د عربستان خبرو پرمختګ کړی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i116966-په_عراق_کښې_د_ایران_او_د_عربستان_خبرو_پرمختګ_کړی
فارس خبري اژانس وايي د عراق لومړي وزیر مصطفی الکاظمي په بغداد کښې د ایران او د سعودي عربستان د خبرو اترو پرمختګ ته په اشارې سره وویل عراق د تهران او د ریاض د لیدتوګو په نږدې کولو کښې مهم رول لوبولی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 08, 2022 00:32 Asia/Kabul
  • په عراق کښې د ایران او د عربستان خبرو پرمختګ کړی

فارس خبري اژانس وايي د عراق لومړي وزیر مصطفی الکاظمي په بغداد کښې د ایران او د سعودي عربستان د خبرو اترو پرمختګ ته په اشارې سره وویل عراق د تهران او د ریاض د لیدتوګو په نږدې کولو کښې مهم رول لوبولی دی.

هغه پرون په دې خبرې سره چې عراق د ایران د اسلامي جمهوریت او د عربستان د نظرونو په نږدې کولو کښې مهم رول لوبولی دی وویل د تهران او د ریاض ترمینځ خبرې اترې چې په بغداد کښې وشوې مخ په وړاندې پړاو ته رسیدلي دي.

په همدې ارتباط د سعودي عربستان د خارجه چارو وزیر فیصل بن فرحان د روانې میاشتې په پیل کښې ویلي وو چې سعودي عربستان د ایران له اسلامي جمهوریت سره په خبرو کښې تر یوه حده پرمختګ کړی خو دغه مسله کافي نه ده.

هغه په عین حال کښې له ایران سره سره د اړیکو د ټینګولو لپاره د سعودي عربستان د ګروهنې په لړ کښې وویل د ایران له اسلامي جمهوریت سره د دوستۍ لپاره د عربستان لاس اوږد دی .