په غزې کښې د اسرائیلو بې پایلوټه الوتکه نسکوره شوه
ایرنا خبري اژانس وايي د صهیونیسټ رژیم پوځ بیګا د فلسطین د غزې تړانګې په شمال کښې د خپلې یوې بې پایلوټه الوتکې د غورځیدا خبر ورکړ.
د صهیونیسټ رژیم د پوځ ویاند وویل د دوې یوه بې پایلوټه الوتکه د غزې تړانګې په شمال کښې غورځیدلي ده.
د صهیونیسټ رژیم د پوځ ویاند دې ته په اشارې سره چې د فلسطین د غزې تړانګې په شمال کښې د دغه بې پایلوټه الوتکې د نسکوریدا په علت غور روان دی ادعا وکړه چې په دغه پیښې کښې د اطلاعاتو د ایشوا کیدا په هکله اندیښنه نشته.
دوه اونۍ مخکې هم د صهیونیسټ رژیم یوه بله بې پایلوټه الوتکه چې «سکايي لارک» نومیدله د لبنان په جنوب کښې د عیتا الشعب او د رمیش ښارګیو ترمینځ په یوې سیمې کښې غورځیدلي وه.
یوه میاشت مخکې د صهیونیسټ رژیم د پوځ ویاند اویخای ادرعي د سوریې په خاوره کښې د اسرائیلو د یوې بې پایلوټه الوتکې د نسکوریدا خبر ورکړی و.
صهیونیسټ رژيم د امریکا د بریتانیا د فرانسې د جرمني او د نورو اروپايي هیوادونو او دغه راز د سعودي عربستان ، د متحده عربي اماراتو، اردن او بحرین په مرستې سره د فلسطین د خلکو پرضد خپلو جنایتونو ته دوام ورکړی او تراوسه یې ډیرې فلسطینیان شهیدان او ژوبل کړي دي.