روسیه او سوریه ګډ هوايي تمرینات ترسره کړل
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i117042-روسیه_او_سوریه_ګډ_هوايي_تمرینات_ترسره_کړل
د سوريې د دفاع وزارت له روسيې سره د ګډو هوايي مانورو د عملي کېدو اعلان وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 10, 2022 02:01 Asia/Kabul
  • روسیه او سوریه ګډ هوايي تمرینات ترسره کړل

د سوريې د دفاع وزارت له روسيې سره د ګډو هوايي مانورو د عملي کېدو اعلان وکړ.

د آوا له راپور سره سم، د سوریې د دفاع وزارت اعلان کړی چې په دغه مانور کې د سوریې او روسیې جیټ الوتکو په ګډو الوتنو سره له مخکې څخه ټاکل شوې سیمې په نښه کړی او خپل ټاکلی هدفونه یې له منځه وړی دی.

دا په اوکراین کې د جګړې له پیل راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ لومړی هوايي مانور دی.

د سوریې د دفاع وزارت په وینا، په دې تمرین کې د روسیې دوه سوخو-۳۵ او د سوریې د هوايي ځواک شپږ MiG-23 او 29 برخه اخیستې وه.

له جاسوسي الوتکو او دښمنو جنګي الوتکو سره د دغو الوتکو د مقاومت نمونې هم په دې مانور کې په پام کې نيول شوي وه.

دا عملیات په داسې حال کې شوي چې د سوریې پوځ اعلان وکړ چې اسرائیل د دمشق په جنوب کې سیمې په نښه کوي.