امریکا په سورئې کې ترهه ګرو ته ټرینینګ ورکوي .
د امریکاترهه ګرپوځیان او له دوي سره اړونده ترهه ګر عناصر ، کلونه کیږي ، چې په غیر قانوني توګه په سورئې کې شتون لري او ددغه هیواد پر تیلي سرچینو اوغلو دانو غلا کولو سربیره دسورئې د ولس او پوځ په ضد ورانونکي اقدامات هم کوي .
د روسیې دفاع وزارت په یوې اعلامیې کې وئيلي دي ، دامریکا نیواکګر پوځیان چې په غیر قانوني توګه د سورئې په خاورې کې شتون لري ، ددغه هیواد په هالتنف سیمې کې پخپلو کیمپونو کې ترهه ګرو ته ټرینینګ ورکوي او په دغو ترهه ګرو کې د داعش ترهه ګرې ډلې کمانډران او نور وخطرناک جنایتکار هم شامل دي
په ملګروملتو کې د سورئې دایمی استازي بصام صباغ هم څه موده مخکې دامنیت شورا په ناستې کې په سورئې کې د داعش جنایتکارې ډلې د خطرناکو ترهه ګرو داحیاء لپار د واشنګټن دهلوځلو خبر ورکړی ؤ .
د امریکاترهه ګرپوځیان او له دوي سره اړونده ترهه ګر عناصر ، کلونه کیږي ، چې په غیر قانوني توګه په سورئې کې شتون لري او ددغه هیواد پر تیلي سرچینو اوغلو دانو غلا کولو سربیره دسورئې د ولس او پوځ په ضد ورانونکي اقدامات هم کوي . د سورئې چارواکو په کرتو ټینګار کړی دی، په سورئې کې د امریکا اقدامات دنیواک په معنا دي او امریکائي پوځيان په سورئې کې د ترهه ګرو اصلی ملاتړي اوروزونکي دي .