سعودي عربستان ځینې مسلمانان له حج څخه محروموي
(last modified Sat, 09 Jul 2022 06:46:37 GMT )
Jul 09, 2022 11:16 Asia/Kabul
  • سعودي عربستان ځینې مسلمانان له حج څخه محروموي

المسیره ټیلي ويژن نن راپور ورکړ د یمن د انصار الله غورځنګ مشر سید عبدالملک بدرالدین الحوثي ټینګار وکړ، د سعودي عربستان حکومت ځینې مسلمانان د ال سعود ، یا د امریکا یا د اسرائیلو پرضد د سیاسي دریځونو د لرلو په دلیل له حج څخه محرومه کوي.

هغه د لوی اختر په مناسبت اسلامي امت ، د بیت الله الحرام حاجیانو او د یمن ملت ته مبارکي وویله.

د یمن د انصار الله غورځنګ مشر عبدالملک بدرالدین الحوثي وویل د سعودي عربستان حکومت د مسلمانانو د پلایو په اپوټه د یهودي او د صهیونیسټي پلایو تود هرکلی کوي.

هغه د حج په چارو کښې د سعودي عربستان د حکومت کارړنګونو او د زیاتو پیسو ترلاسه کولو ته اشاره وکړه او ویې ویل د سعودي عربستان حکومت کوشش کوي حج له خنډونو په یوه ډک  بهیر بدل کړي.

د یمن د انصار الله غورځنګ مشر الحوثي په دې خبرې سره چې د حاجیانو لپاره زیات مالي لګښتونه یو ظالمانه کلنګ دی او هیڅ توجیه نلري وویل د سعودي عربستان حکومت د حج په ورځو  کښې دغه ستر رکن ته له پام کولو پرته چې د اسلام یو رکن دی د امریکا د ولسمشر جوبایډن د هرکلي لپاره شیبې شمیري او دا په داسې حال کښې دي چې د الاقصی جومات پرضد د اسرائیلو ګواښونه هم له  دوښمن سره د عربو رژیمونو د ائتلاف د رسوایۍ په سیوري  کښې دوام لري.

 

ټیګونه