مقاومت یوازنۍ حل لاره ده
(last modified Thu, 29 Sep 2022 01:37:03 GMT )
Sep 29, 2022 06:07 Asia/Kabul
  • مقاومت یوازنۍ حل لاره ده

زمونږ خبریال وايي د بحرین د شیعه مسلمانانو مشر ایت الله شیخ عیسی قاسم د مستکبرانو له یرغل سره په مقابلې کولو کښې د سیمې د ملتونو لخوا د مقاومت د لارې د تعقیبولو پرضرورت ټینګار وکړ.

هغه په یوه پیغام کښې ویل د دیني تسامخ له ټکي څخه  له دوکې ډکه استفاده دین له تحریف سره مخامخ کوي او انسان او ټاټوبی د سیاست په وړاندې د ځان له خرڅولو سره مخامخ کوي.

د بحرین د شیعه مسلمانانو مشر شیخ عیسی قاسم څه موده مخکې په منامې کښې د یهود میشته سیمې د جوړولو لپاره د بحرین د حکومت په فیصلې سخته نیوکه کړي وه او ویلي یې وو د بحرین د ال خلیفه رژیم دغه اقدام د بحرین له خلکو سره ښکاره ظلم او جنایت دی او د اسلامي او د عربي او د ملي هویت د بدلولو او د ال خلیفه رژیم د داخلي سیاست په مرستې سره د صهیونیسټ نیواکګرانو پرمخ د دروازو خلاصول دي.