د یمن په سویل کښې دوه بمي چاودنې شوې دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i122098-د_یمن_په_سویل_کښې_دوه_بمي_چاودنې_شوې_دي
یمني سرچینو د بمونو په دوو چاودنو کښې د دغه هیواد د جنوب د انتقالي شورا د اووه تنه ځواکونو د مرګ ژوبلې خبر ورکړ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 10, 2022 03:55 Asia/Kabul
  • د یمن په سویل کښې دوه بمي چاودنې شوې دي

یمني سرچینو د بمونو په دوو چاودنو کښې د دغه هیواد د جنوب د انتقالي شورا د اووه تنه ځواکونو د مرګ ژوبلې خبر ورکړ

د سپوتنیک خبري آژانس د خبر له مخې د یمن د سویل په انتقالي شورا پورې اړونده سرچینو پرون ویلي چې د ابین د سویل ختیځ په مودیه ښار کښې عومران وداۍ ته څیرمه په الجزع سیمې کښې د جنوب د انتقالي شورا د ځواکونو د ګاډي په لاره کښې دوه بمونه چاودلي چې له امله یې ۴ تنه مړه او ۳ نور زخمي شول.

د یمن د جنوب د انتقالي شورا ځواکونو له دغو دوو چاودنو وروسته په سیمه کښې د پلټنې عملیات پيل کړل.

د جنوب انتقالي شورا هغه وسله واله ډله ده چې د ۲۰۱۷ کال د مۍ په یوولسمه نیټه د اماراتو په ملاتړ سره د یمن په سویل کښې جوړه شوه او مشري یې د عیدروس الزبیدي په غاړه ده.