د اسرائیلو د توغندوی سیسټم ناکارندوالی ثابت شوی
د صهیونیسټ رژیم اوم ټيلي ويژن چینل راپور ورکړ د صهیونیسټ رژیم د کابینې یوه وزیر زئیف الکین په وسپنیزې ګنبسې سیسټم(iron dome) باندې د اوکراین د پوځ د نه سمبالولو اصلي دغه دلیل د روسیې د موډرن توغندیو په مقابل کښې د اسرائیلو د دغه توغندوي ضد سیسټم ناکارندوالی وباله.
د روان میلادي کال د تیرې فرورۍ میاشتې په څلرویشتمه نیټه په اوکراین باندې د روسیې د حملې له پیل راهسې اوکراین په صهیونیسټ رژیم باندې زیاتې دباونه اچولي دي چې د اوکراین پوځ په وسلو سمبال کړي.
دغه دباونه د اوکراین د ولسمشر ولودیمیر زلنسکي له نیغ په نیغه نیوکو او په اسرائیلو کښې د اوکراین د سفیر له انتقاداتو سره یوځاې دي.
د اسرائیلو د کورونو د جوړولو وزیر زئیف الکین د اوکراین د پوځ په وسلو او په تیره بیا د وسپنیزې ګنبسې په سیسټم د سمبالولو د ملاتړو صهیونیسټي سیاسي شخصیتونو له بیا بیا غوښتنو ته غبرګون وښود او په دغه سیسټم باندې د اوکراین د نه سمبالولو کښې د صهیونیسټ رژیم د فیصلي اصلي دلیل یې وړاندې کړ.
هغه وویل په وسپنیزې ګونبسې باندې د اوکراین د نه سمبالولو دلیل دا دی چې دغه توغندوي سیسټم د اوکراین لپاره ګټه نلري.