طالبان: فلسطین د اسلامي امت مسئله ده
په افغانستان کښې د طالبانو د موقته حکومت ویاند فلسطین د ټول اسلامي امت مسئله وبلله
تسنیم خبري آژانس لیکلي چې د طالبانو د لنډمهاله حکومت ویاند ذبیح ا... مجاهد د یو پلاوي په ملتیا په ترکیه کښې د فلسطین د اسلامي مقاومت د غورځنګ(حماس) د سیاسي دفتر له مشر اسماعیل هنیه سره په ملاقات کښې وویل: طالبان تل د صهیونیسټي رزیم د نیواکګرۍ او جنایتونو په وړاندې د فلسطین له ولسه ملاتړ کوي.
دواړو لورو په دغه ملاقات کښې هم داشان د فلسطین او افغانستان د روانو حالاتو په هکله د نظر تبادله وکړه.
په افغانستان کښې د طالبانو د موقته حکومت چارواکو له دې مخکښې هم څو ځلې خپل صهیونیسټي ضده دریځ په ډاګه اعلان کړی دی.
ذبیح ا... مجاهد له دې مخکښې هم په ترکیې کښې د فلسطین د علماؤ د کمیټې له مشر نواف تکروري سره په کتنه کښې، د افغانستان خرابو اقتصادي حالاتو ته په اشارې سره د مذهبي مشرانو د رول لوبونې غوښتنه کړې وه.