انتخابات صهیونیسټ رژیم ته روا والی نه ورکوي
العهد خبري سایټ راپور ورکړ د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس ویاند عبداللطیف القانوع په دې خبرې باندې ټینګار سره چې صهیونیسټ رژیم له داخل څخه دړې وړې شوی دی وویل؛ انتخابات دغه رژیم ته روا والی نه وربښي.
د صهیونیسټ رژیم د پارلمان د انتخاباتو پینځویشتم پړاو له تیرې یکشنبې ورځې څخه د پوځیانو په رایو اچولو سره پیل شو.
ټاکل شوي ده چې د صهیونیسټ رژيم د پارلمان د انتخاباتو دغه پړاو چې وارمخکی دی نن ترسره شي.
د صهیونیسټ رژیم د پارلمان د انتخاباتو د دود پراساس پوځيان د انتخاباتو له رسمي ډول ترسره کیدا دوه ورځې مخکې خپلې رایې اچوي.
د فلسطین د حماس غورځنګ ویاند عبداللطیف القانوع په دې خبرې سره چې د صهیونیسټ رژيم ټول سیاسي ګوندونه د فلسطین د ملت دوښمانان دي وویل انتخابات د اسرائیلو رژیم ته مشروعیت نشي وربښلی او دغه رژیم به په ټولو ټولنیزو، سیاسي او امنیتي مولفو سره د فلسطین په ټاټوبي کښې د یوه نیواکګر په توګه پاتې وي.
د حماس غورځنګ ویاند د فلسطینیانو د وژلې او د صهیونیسټي مسوولانو له سرزورو پلانونو سره د مقابلې لپاره د فلسطین د ملت په حق باندې ټینګار وکړ.
د اسرائیلو د پارلمان دغه انتخابات په داسې حال کښې ترسره کیږی چې نظر سنجیانې د صهیونیسټ رژیم د اوسني جنګ وزیر بني ګانټس او د لومړي وزیر یائیر لاپیډ په مشرۍ د سیال کیمپ په وړاندې د ښي پالي ډلې یعني د لیکوډ ګوند او د هغه د هم تړونه ګوندونو د کمزوري بریالي کیدا ښودنه کوي.