امریکا د یمن د تیلو د غلا کولو هڅه کوي
المیادین ټيلي ويژن راپور ورکړ د یمن انصار الله غورځنګ خبرداری ورکړ؛ امریکا او انګلستان د یمن د طبیعي شتمنیو او د تیلو د سرچینو د ترلاسه کولو او د فارس خلیج د حوزې په دغه عربي هیواد کښې د تاوتریخوالي او د ناکراریو د یوه نوي پړاو د رامینځته کولو هڅه کوي.
د امریکا او د انګلستان په شمول د لویدیځو هیوادونو څو پوځي پلاویو په روانه اوونۍ کښې یمن ته سفرونه کړي دي.
د یمن د انصار الله غورځنګ د سیاسي دفتر غړي علي القهوم وویل یمن ته په نوي سفر کښې د امریکا د پوځي پلاوي تمرکز په حضرالموت ولایت باندې دی او د دغه سفر هدف هم د سیمې طبیعي شتمنیو او د تیلو سرچینو ته لاسرسی اعلان شوی دی.
دا په داسې حال کښې دي چې د یمن انصار الله غورځنګ تل ټینګار کړی دی چې سعودي عربستان ، متحده عربي امارات او په سیمه او لویدیځو هیوادونو کښې د دوې هم تړونه هیوادونه د یمن د تیلو سرچینې او طبیعي شتمنۍ چورتالان کوي .
د یمن د ملي ژغورنې د حکومت غړي حسین البخیتي وویل امریکا کلونه کلونه کیږي چې د سوریې تیل غلا کوي او اوس غواړي د یمن تیل هم غلا کړي.
د امریکا هدف دا دی چې د یمن د تیلو په غلا کولو او د هغو په خرڅولو سره په یمن کښې د جنګ لګښت تامین کړي.
دا په داسې حال کښې دي چې د یمن د حکومتي برخې کارکونکو له کابو پینځو کلونو تیریدا وروسته تراوسه خپل معاشونه نه دي ترلاسه کړي ځکه چې امریکا د سعودي عربستان او د متحده عربي اماراتو په ملګرتیا او ملاتړ سره د یمن د مرکزي بانک دفتر له پلازمینې صنعا څخه عدن ښار ته منتقل کړی دی.