د سورئې پوځ او قبایلو امریکائي عسکر شاتګ ته اړباسل
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i123762-د_سورئې_پوځ_او_قبایلو_امریکائي_عسکر_شاتګ_ته_اړباسل
 د سورئې قبایل  او دکلو خلک د امریکائي عسکرو او د ډيموکراټيک سورئې دځواک (قسد) په اقداماتو چې  دتیلو او ګیسو غلا کولو  او له تعلیمه د دوي د بچیانو د مخه نیولو اقدامات  کوي، سخت غوسه دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 19, 2022 10:07 Asia/Kabul
  • د سورئې پوځ او قبایلو امریکائي عسکر شاتګ ته اړباسل

 د سورئې قبایل  او دکلو خلک د امریکائي عسکرو او د ډيموکراټيک سورئې دځواک (قسد) په اقداماتو چې  دتیلو او ګیسو غلا کولو  او له تعلیمه د دوي د بچیانو د مخه نیولو اقدامات  کوي، سخت غوسه دي.

ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ،د سورئې د جبور قبایلو یو سپين روبي شیخ عبدالاا... الغربی ووئيل ، د الحسکه ولایت د ریف  په السیباط کلي کې خلک د پوځ په مټ وتوانیدل، دغه کلي ته دامریکا دشپږو زغرګاډو د وررتلو مخه ونیسي او دوي شاتګ ته اړباسي . ځینو نورو سرچینو هم ټينګار وکړ،د امریکائي پوځ په اوو زغرګاډو مشتمل کاروان  هڅه کوله چې القامشلي ښار په شاوخوا کې  الدمخیه  کلي ته وارد شي،خو پوځي ځواک او قبایلی ځوانانو ئې په پلټونکي پستې کې  مخه ونیوله او له سیمې ئې وشړل.

دغه اقدام په سورئې کې د امریکائي ترهه ګرو پوځيانو له شتون او ددغه هیواد دسرچینو اوشتمنیو له چورتالان سره د ولسي مخالفتونو په لړ کې ترسره شوی دی.

 د سورئې قبایل  او د کلو خلک د امریکائي عسکرو او د ډيموکراټيک سورئې د ځواک (قسد) په اقداماتو چې د تیلو او ګیسو غلا کولو او له تعلیمه د دوي د بچیانو د مخه نیولو اقدامات  کوي، سخت غوسه دي.

د ډیموکراټيک سورئې ځواک په نامې سره وسلواله ډله  چې  له امریکائي ترهه ګرو عسکرو سره اړونده او پيّلي ده،د سورئې په شمال ختیځ کې او ختیځ کې شتون لري.

د سورئې حکومت په کرتو ټينګار کړی دی چې د سورئې په ختیځ او شمال ختیځ کې دغه وسلوالې ډلې ټپلې او امریکائي ترهه ګرپوځ د تسلو او ګیسو له غلا کولو پرته بل هیڅ کار نه لري او د دوي غیر قانوني شتون به پاي ته ورسوي.