د صهیونیست رژیم په زندانونو کې د فلسطیني ماشومانو شکنجه کېدل
پرس ټي وي د صهیونیست رژیم په زندانونو کې د فلسطیني ماشومانو د شکنجه کولو د خبرو په خپرولو سره، اعلان وکړ چي د فلسطین اسلامي غورځنګ او حماس د ملګرو ملتونو څخه غوښتنه کړې چي د اسرائیل د رژیم نوم د ماشومانو د حقوقو د تیری ګرو هیوادونو په لیسټ کې شامل کړي.
د پرس ټي وي له راپور سره سم، د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ د ماشوم د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه بیانیه کې له ملګرو ملتونو او د بشري حقوقو له اړوندو اداراتو څخه غوښتنه کړې چي د اسرائیل د رژیم د ترهګریزو اقداماتو او تشدد په وړاندې د فلسطیني ماشومانو څخه ساتنه وکړي.
د حماس غورځنګ په دغه بیانیه کې د فلسطیني ماشومانو په ضد د صهیونیست رژیم د جنګي جنایاتو او تاوتریخوالو په هکله خبرداری ورکړی دی.
له دغه راپور سره سم، په روان کې کال کې له ۳۵ زیات فلسطیني ماشومان د اسرائیلي ځواکونو له لورې وژل شوي او ۱۶۰ فلسطیني ماشومان هم په مختلفو طریقو سره، د صهیونیست رژیم د فوځیانو له لورې شکنجه شوي دي.
د ملګرو ملتونو سازمان له دې مخکې هم د شرم په لیسټ کې د اسرائیل د نوم د شاملولو په لړ کې په غوښتنو سترګې بندې کړي وې.
له رسمې شمېرنو سره سم، اوسمهال د ۱۸۰ ماشومانو او ۳۲ مېرمنو په شمول ۴۶۵۰ فلسطینیان د صهیونیست رژیم له لورې زندانیان شوي وه.