د بحرین د پارلمان انتخابات هیڅ اهمیت نلري
(last modified Wed, 23 Nov 2022 01:05:50 GMT )
Nov 23, 2022 05:35 Asia/Kabul
  • د بحرین د پارلمان انتخابات هیڅ اهمیت نلري

عربي یویشت خبري سایټ راپور ورکړ د بحرین سیاسي او حقوقي فعال باقر درویش ټینګار وکړ چې د هیواد د پارلمان وروستي انتخابات د بحرین په تاریخ کښې تر ټولو بده انتخابات دي او د هغه نتیجه یو ظاهري پارلمان دی.

هغه وویل د بحرین د پارلمان دغه انتخابات د بشري حقوقو ، قانوني او د سیاسي کړکیچونو په سیوري کښې د خلکو له پراخ بایکاټ سره  مخامخ شول او ال خلیفه رژیم له تیرو څو  کلونو راهسې د خلکو په سیاسي ډول له ځپلو سره سره ونه توانید دغه بایکاټ شنډ کړي او په انتخاباتو کښې د خلکو ګډون زیات کړي.

د بحرین سیاسي فعال باقر درویش وویل د بحرین وروستي انتخابات په نړۍ کښې  ورته انتخابات نلري او د بحرین پارلمان یو ظاهري ، بې اختیاره او له هر ډول بدلون راوستلو او د سیاسي رول له لوبو څخه بې وسه پارلمان دی او هغه هیڅ قانون نشي جوړولی .

هغه وویل د بحرین د بې اختیاره پارلمان یوه نتیجه له صهیونیسټ رژیم سره د اړیکو د عادي کولو فیصله ده چې د پارلمان نظر ونه پوښتل شو او په دې خبرې سره چې دا یوه حاکمیتي مسله ده او بې شکه د بحرین د پارلمان د انتخاباتو نتیجه به زر له صهیونیسټ نیواکګر رژیم سره د اړیکو عادي کولو ته د ګړندي توب د ورکولو سبب شي.

د بحرین ال خلیفه دیکتاتور رژیم د پارلمان په انتخاباتو کښې د خلکو د ګډون اندازه درې اویا فیصده اعلان کړه خو د حکومت مخالفان وايي چې په دغو نمایشي او جعلي انتخاباتو کښې د خلکو د ګډون اندازه له پینځودیرشو فیصده هم کمه وه.

د بحرین د اسلامي غورځنګ مشر شیخ عیسی قاسم د هیواد له خلکو غوښتي وو چې په انتخاباتو کښې ګډون کول خیانت دی د بحرین د ښار د شوراګانو او د پارلمان د انتخاباتو د بایکاټولو پرضرورت ټینګار کړی و او ویلي وو چې دا ډول انتخابات به د ال خلیفه رژیم د غوښتنې پراساس د یوه پارلمان د رامینځته کیدا سبب شي.