عربستان په تېرو لسو ورځو کې ۱۷کسان اعدام کړي دي
تریسل زیاته کړه چې اعدام شوي کسان د پاکستان، سوریې، اردن او سعودي عربستان ښاریز وو.
د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو دفتر وايي، سعودي عربستان په تېرو لسو ورځو کې ۱۷ کسان اعدام کړي دي.
دغه سازمان د وروستیو اعدامونو د غندلو پرمهال زیاته کړې، چې د روان کال له پیله تر اوسه په سعودي عربستان کې د اعدام شویو کسانو شمېر ۱۴۴ تنو ته رسېدلی دی.
د ملګرو ملتونو د بشری حقوقو د دفتر ویاندې میرمن الیزابت تروسل د نن وویل چې په تیرو لسو ورځو کې ۱۷ تنه په سعودی عربستان کې د مخدره موادو د قاچاق په جرم اعدام شوی دی.
تریسل زیاته کړه چې اعدام شوي کسان د پاکستان، سوریې، اردن او سعودي عربستان ښاریز وو.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دغه چارواکي دغه اعدامونه د ژورې خواشینۍ وړ بللي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د روان کال په مارچ میاشت کې سعودي عربستان په یوه ورځ کې د ۴۱ ځوانانو په ګډون ۸۱ کسان اعدام کړل چې د هېوادونو او د بشري حقونو د بنسټونو پراخې نیوکې یې راوپارولې .