د عراق په داخلي چارو کې د امریکې د سفیرې لاسوهنې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i124030-د_عراق_په_داخلي_چارو_کې_د_امریکې_د_سفیرې_لاسوهنې
عراقې فعالان چي د عراق د سیاسي ګوندونو سره، د امریکې د سفیرې له پرلپسې ملاقاتونو تنګ شوي، تاکید کوي چي د امریکې سفیري د عراق په کورنیو چارو کې لاسوهنې کوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 25, 2022 09:58 Asia/Kabul
  • د عراق په داخلي چارو کې د امریکې د سفیرې لاسوهنې

عراقې فعالان چي د عراق د سیاسي ګوندونو سره، د امریکې د سفیرې له پرلپسې ملاقاتونو تنګ شوي، تاکید کوي چي د امریکې سفیري د عراق په کورنیو چارو کې لاسوهنې کوي.

د فارس له راپور سره سم، عراقی سیاسي فعال او د پوهنتون استاد، محمد السعیدی په خپل ټوویتر کې ولیکل: په عراق کې داسي یو سیاسي مسئول نه دی پاته چي د امریکې سفیرې نه وي ورسره کتلې، دا اوس حکومت دی که کاروانسرا.

یو بل سیاسي فعال علی العقابي په دې هکله لیکلي: یوازنی ځای ته چي د امریکا سفیرې تګ راتګ نه کوي د اهل تشیع او تسنن د اوقافو محکمه ده.

د امریکا سفیرې د عراق لومړي وزیر، د کورنیو او بهرنیو چارو د وزیرانو او د مرکزي بانک له مشر سره، لیده کاته کړي، عراقی فعال سمر دا پوښتنه مطرح کړې چي د امریکا سفیرې د مرکزي بانک له مشر سره، څه کار درلودلایشي؟\

دا په داسي حال کې دی چي د عراق لومړی وزیر محمد السودانی د دې هیواد ټولو چارواکو ته امر کړی چي د مرکزي حکومت له اجازې پرته، د بهرنیو هیوادونو له پلاو سره، د ملاقات حق نه لري.

د دولت القانون دولت هم تاکید کوي چي د امریکایي سفیرې فعالیتونه د عراق ملی امنیت ته زیان رسوي او له سیاسي شخصیتونو او د مدنی ټولنو له غړو سره، د رومانوفسکی د ملاقاتونو په هکله خبرداری ورکړی دی.

د عراق جګپوری فوځي علی الحبیب هم په دې اړه وایي: په نړۍ کې مې د امریکې د سفیرې په څېر چیرته کتلی نه دی، هغې داسي له وزیرانو سره لیده کاته کوي ګواکې د عراق ولسمشره ده، نه د یوې بهرني هیواد سفیره.