د سعودی ائيتلاف هرډول اقتصادي تیریوته کلک ځواب ورکوو
د یمن دملی نجات حکومت مرکچي ټیم یوه مسئول مقام دیمن د ولس په ضد د سعودي تیریګر ائيتلاف د هرډول اقتصادي اقداماتو د پایلو په باب خبرداری ورکړ.
سعودي ائيتلاف په یمن په څوکلنو تیریو کې له دغه هیواده دمیلیونونو بیرلو تیلو پر غلا کولو سربیره،یمن ته د سونګو د وړونکو کشتیو په ورتلو کې په خار پار او کارړنګونو سره،په دغه جنګ ځپلی او بې وځله هیواد کې د اقتصادي بحران د رامینځةکولو سبب هم شوی دی.
المیسره خبری چینل راپور ورکړ، د یمن د انصار ا... دمرکچي ټيم یوه مسئول مقام عبدالملک العجري په یولړ څرګندونو کې ووئيل، د سعودي ائيتلاف له خوا هر ډول اقتصادي اقدامات هیڅ مفهوم نه لري او د انساني او اقتصادي دوسیو په حل کولو کې به د پرمختګ خنډ شي.
د یمن د مرکچي ټيم دغه مسئول مقام زیاته کړې ،د سعودي تیریګر ائيتلاف له خوا داقتصادي خوځښتونو د سختیدا لپاره هرډول اقدام به پر هغو لیدوکاتو او هڅو باندې چې په وروستیو اونیو کې ترسره شوي دي ،منفي اغیزې وشیندي.
العجري ټينګار وکړ، تیریګر هیوادونه د هغو نوو اقتصادي تاؤتریخوالو د رامینځةکونې لپاره د خپلو اقداماتو د اړخونو مسئول دي چې د یمن ملت ئې په نښه کړی دی .
په همداوروستیو کې د یمن د انصار ا...غورځنګ رهبر عبدالملک بدرالدین الحوثي ټينګار کړی چې په اقتصادي او پوځي زمینو کې د سعودي ائيتلاف له خوا هر ډول تاؤتریخجن اقدامات به د صنعا له خوا له پراخو او قدرتمنو غبرګونونو سره مخامخ شي.