د امریکا پوځیان باید له عراق څخه ووځي
زمونږ خبریال راپور راکړی د عراق د عصائب الحق ډلې ویاند محمود الربیعي د امریکا د پوځيانو د ایستلو لپاره د پارلمان د مصوبې د اجرا پرضرورت ټینګار وکړ.
هغه وویل د امریکا د پوځیانو په هکله زمونږ دریځ پریکنده او روښانه دی او د عراق له حکومته غواړو چې دغه دوسیه پاې ته ورسوي او د پارلمان مصوبه دې اجرايي کړي.
الربیعي وویل د عراق د عصائب الحق ډلې مشر قیس الخزعلي له العراقیه ټیلي ويژن سره په مرکه کښې په صراحت سره زمونږ دریځ بیان کړی دی.
دغه څرګندونې وروسته له دې راځي چې د امریکا د «واشنګټن» په نوم د فکر کوټې په عراق کښې د امریکا د عسکرو د شتون د موضوع په هکله د عصائب اهل الحق ډلې د عمل ګرایۍ ادعا کړي وه.
د عراق په پارلمان کښې له دغه هیواده د ټولو خارجي عسکرو د ایستلو د پلان له تصویبیدا سره سره امریکا اوس هم د دغه مصوبې په خلاف ورزۍ کولو سره د عراق په خاوره کښې پوځي شتون لري.
په عراق ، سوریې او نورو هیوادونو کښې د امریکا پوځي شتون د ترهګرو ډلو د جوړیدا او د ناامنۍ د زیاتیدا سبب شوی دی.