روانه میاشت کښې پینځه دیرش فلسطینیان شهیدان شوي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i127108-روانه_میاشت_کښې_پینځه_دیرش_فلسطینیان_شهیدان_شوي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د روغتیا وزارت وویل د روان میلادي کال له لومړیو څخه تراوسه د فلسطین د شهیدانو شمیر پینځودیرشو تنو ته رسیدلی دی.
(last modified 2023-01-30T21:25:49+00:00 )
Jan 31, 2023 01:44 Asia/Kabul
  • روانه میاشت کښې پینځه دیرش فلسطینیان شهیدان شوي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د روغتیا وزارت وویل د روان میلادي کال له لومړیو څخه تراوسه د فلسطین د شهیدانو شمیر پینځودیرشو تنو ته رسیدلی دی.

د فلسطین د روغتیا وزارت د روان میلادي کال جنورۍ میاشت له دوه زره پینځلسم میلادي کال راهسې د اردن سیند د لویدیځې غاړې لپاره تر ټولو خونړۍ میاشت وبلله.

صهیونیسټ نیواکګر رژیم خپلو سلطه غواړو هدفونو ته د رسیدا لپاره هره ورځ د فلسطین په بیلابیلو سیمو بریدونه کوي او فلسطینیان شهیدان او ژوبلوي.

د فلسطین د روغتیا وزارت د راپور پراساس د صهیونیسټ رژیم پوځیانو او ښارګي میشته صهیونیسټانو په ډزو سره د یوې بوډې ښځې او د اتو ماشومانو په شمول پینځه دیرش کسان شهیدان کړل چې شل یې د لویدیځې غاړې په شمال کښې د جنین ښار وسیدونکي وو.