د صیهونیسټ رژیم جنګي الوتکو د غزې په تړانګه برید کړي
Feb 03, 2023 10:28 Asia/Kabul
راپور زیاتوی چی صهیونیسټي الوتکو د مقاومت د ځواکونو یوه سیمه په پنځو توغندیو وویشتله
فلسطیني رسنیو نن سهار خبر ورکړ چې اسرائیلي جنګي الوتکو د غزې تړانګې پر مرکز برید کړی دی.
د فلسطین شهاب خبری آژانس خبر ورکړ چې د اسرائیلو جنګي الوتکو د غزې تړانګې په ختیځ ولایت الوسطي باندې برید وکړ.
د دغه رپوټ له مخې په دغه برید کښې د الوسطی ولایت په ختیځ کښې یوه زراعتی سیمه په نښه شوي.
راپور زیاتوی چی صهیونیسټي الوتکو د مقاومت د ځواکونو یوه سیمه په پنځو توغندیو وویشتله
صهیونیسټ رژیم ادعا کړې ده چې دغه حمله یې د غزې له تړانګې څخه د دغې تړانګې په مربوطاتو باندې د توغندیو د ویشتلو په غبرګون کښې کړې ده.
د صهیونیسټي پوځ په لنډه بیانیه کښې راغلي دي چې د غزې له تړانګې څخه د اسرائیلو په لور یو توغندی وتوغول شوي.
.
ټیګونه