د فلسطین مقاومت ډلې به مقاومت ته دوام ورکړي
مهر خبري اژانس د فلسطین د رسنیو په قول راپور ورکړ د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه په «اریحا» ښار کښې د فلسطین د پینځو مبارزانو شهادت ته په غبرګون کښې ټینګار وکړ په «عقبه جبر» سیمه کښې له نني جنایت سره سره به مقاومت دوام ولري.
د صهیونیسټ رژیم پوځیانو نن په لویدیځې غاړې کښې د اریحا ښار په کامل ډول له لس ورځې کلابندۍ وروسته په عقبه جبر کیمپ یرغل وکړ او په یوه جنایتکارانه اقدام کښې یې پینځه فلسطیني مبارزان شهیدان کړل او درې نور یې ژوبل کړل.
د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه په اریحا کښې په عقبه جبر کیمپ کښې د فلسطین د مقاومت د یوشمیر مبارزانو ټرور ته په غبرګون کښې وویل د مقاومت ډلې به له خپل ټاټوبي څخه د نیواکګرانو تر شړل کیدا پورې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.
اسماعیل هنیه وویل د فلسطین د ملت پرضد د صهیونیسټي دوښمن د جنایتونو دوام به بالاخره د دغه رژیم لمن هم ونیسي او د سیمه ییزو او د نړیوالو لورو لاسوهنې هیڅ کله نشي کولای د فلسطین د ملت د مقاومت او د پاڅون د دوام مخه ونیسي او دښمن به یوه شیبه هم ارامښت ونلري او سختې ورځې به مخ ته ولري.