د سوریې د یوه ښاریز پینځویشت خپلوان وژل شوي
(last modified Thu, 09 Feb 2023 06:57:26 GMT )
Feb 09, 2023 11:27 Asia/Kabul
  • د سوریې د یوه ښاریز پینځویشت خپلوان  وژل شوي

زمونږ خبریال راپور راکړی سوریې کښې د سختې زلزلې له کبله د یوې کورنۍ پینځویشت غړي وژل شوي دي.

ویل کیږي چې د سوریې د یوه ښاریز احمد ادریس چې د کورني جنګ له کبله اوس په سراقب ښار کښې هستوګن دی د کورنۍ پینځویشت غړي په تیرې دوشنبې ورځې سختې زلزلې کښې وژل شوي دي.

هغه وویل مونږ د ځان او د خپلو بچیانو لپاره د محفوظ ځاې د لټولو لپاره دغه سراقب سیمې ته راغلي یوو خو په اخر کښې زمونږ قسمت څه راسره وکړل.