حماس:
د مقاومت صبر او زغم په ختمېدو دي
د فلسطین د اسلامي مقاومت د غورځنګ ویاند وویل: د اسرائیل د نیواکګر رژیم د جنایاتو په وړاندې زمونږ حوصله په ختمېدو ده.
تېره ورځ د صهیونیستي رژیم وحشي ځواکونو د اردن د سیند په لوېدیځه غاړه کې د نابلس په ښار باندې په یرغل سره، ۱۱ فلسطینیان شهیدان او له سلو زیات فلسطینیان یې ټپیان کړ.
د فلسطین مقاومتي ډلو هم د دغو جنایاتو په ځواب کې تېره شپه د غزې د تړانګې له عسقلان سیمو څخه په نیواکي ټاټوبې باندې توغندوي بریدونه وکړ.
د الاقصی د خبري چېنل له راپور سره سم، د حماس د غورځنګ ویاند حازم قاسم اعلان وکړ چي مقاومت د غزې په تړانګه کې د فلسطیني ولس څخه د دفاع لپاره پوره چمتو دی او د فلسطینیانو د ځپلو لپاره د صهیونیست رژیم هڅې به ناکامه کړي.
قاسم زیاته کړه: مقاومت د توغندی ځواب په توغندی سره ورکوي او تل د یرغلګرو له جنایاتو سره د مقابلې لپاره تیاري لري.
دا په داسي حال کې دی چي د لومړي وزیر په توګه د نتانیاهو د ګمارنې وروسته، د فلسطینیانو په ضد د صهیونیستي رژیم جنایتونه زیات شوي دي.