له سوريې د ایران ملاتړونه له مادي ملاتړ ورهاخوا دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i129260-له_سوريې_د_ایران_ملاتړونه_له_مادي_ملاتړ_ورهاخوا_دي
ایران پریس خبري اژانس راپور ورکړی د سوریې ولسمشر بشار اسد د ایران د بهرنیو چارو له وزیر حسین امیر عبداللهیان سره په کتنه کښې وویل زلزله ځپلیو سیمو ته د تا سفر وښودله چې له سوریې هیواد او له زلزله ځپلیو خلکو څخه د ایران د ملت او د حکومت ملاتړونه یوازې مادي ملاتړونه نه دي بلکې پیاوي معنوي اړخوونه او ارزښ لري.
(last modified 2023-03-09T23:09:07+00:00 )
Mar 10, 2023 01:21 Asia/Kabul
  • له سوريې د ایران ملاتړونه له مادي ملاتړ ورهاخوا دي

ایران پریس خبري اژانس راپور ورکړی د سوریې ولسمشر بشار اسد د ایران د بهرنیو چارو له وزیر حسین امیر عبداللهیان سره په کتنه کښې وویل زلزله ځپلیو سیمو ته د تا سفر وښودله چې له سوریې هیواد او له زلزله ځپلیو خلکو څخه د ایران د ملت او د حکومت ملاتړونه یوازې مادي ملاتړونه نه دي بلکې پیاوي معنوي اړخوونه او ارزښ لري.

د ایران د باندنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان پرون مازیګر په دمشق کښې د سوریې له ولسمشر بشار اسد سره کتنه او خبرې وکړې.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په دغه کتنې کښې په سوریې کښې د وروستۍ زلزلې په ارتباط د دغه هیواد له خلکو او حکومت سره د پیوستون او د همدردۍ د څرګندولو په ترڅ کښې د دواړو هیوادونو د اړیکو په لا ډیرې پراختیا ، او د سوریې پرضد د لویدیځو هیوادونو او د امریکا د ظالمانه کلابندۍ د ختمولو د ضرورت په هکله د ایران د اسلامي جمهوریت په بشردوستانه او پیاوړي دریځ او د سوریې زلزله ځپلیو ته د نړیوالو  مرستو د استولو او د ملاتړ د جلبولو پرضرورت ټینګار وکړ.

هغه له سوریې سره د عربو هیوادونو د اړیکو ټینګول د اسلامي پیوستون په لاره کښې مثبت او حقیقي ګام وباله.

د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان په سوریې باندې د صهیونیسټ رژیم بیا بیا بریدونه په پریکنده توګه وغندل او زیاته یې کړه د سوریې د زلزلې په بهیر کښې د صهیونیسټ رژیم وروستۍ وحشي حمله د صهیونیسټ غاصب رژیم د انسان ضده او د تیریګر خوې او دغه راز په سوریې کښې د سیاسي معادلاتو له بدلیدا د دغه توکمپال رژیم د ویریدا له کبله ده.

د سوریې ولسمشر بشار اسد په دغه کتنې کښې د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي او د ولسمشر ابراهیم رئیسي د خواخوږۍ او د پیوستون د دریځونو او د پیغامونو او د سوریې له زلزله ځپلیو څخه د ایران د اسلامي جمهوریت د ملت او د حکومت د ملاتړونو او د مرستو قدرونه او مننه وکړه.