د سورئې ولسمشر بشار اسد ماسکو ته په سفر تللی
د تیر دسمبر په ۲۸نیټه هم په ماسکو کې د روسیې وسورئې او ترکیې ددفاع و زیرانو ناسته ترسره شوي او د انقرې او دمشق ترمینځ ئې داړیکو دعادي کیدا بهیر ځیني برخې ارزولي وې.
ایران پریس خبری آژانس راپور ورکړ، د سورئې د ولسمشر دفتر خبر ورکړی ، چې بشار اسد په رسمي سفر کې ماسکو ته تللی او ټاکل شوې چې د روسیې له و لسمشر ولادیمیر پوتین سره ځيني مهمې خبرې اترې وکړي .
دغه سفر په داسې حال کې ترسره کیږي، چې ماسکو د انقرې او دشمق د واکوالانو ترمینځ داړیکو د عادي کولو لپاره هڅه کوي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیر دسمر کې رسنیو ته وئيلي وو چې د سورئې له ولسمشر بشار اسد سره ئې ددرې اړخیزې ناستې د ترسره کولو لپاره د روسې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته بلنه ورکړې ده.
همداراز د تیر دسمبر په ۲۸نیټه هم په ماسکو کې د روسیې وسورئې او ترکیې ددفاع و زیرانو ناسته ترسره شوي او د انقرې او دمشق ترمینځ ئې داړیکو دعادي کیدا بهیر ځیني برخې ارزولي وې.