عربستان کښې سیلاب څلور تنه ووژل
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i129616-عربستان_کښې_سیلاب_څلور_تنه_ووژل
څلور تنه سعودي ښاریز د عربستان په سویل لویدیځ جازان ښار کښې د سیلاب راوتو له امله مړه شوي دي.
(last modified 2023-03-16T07:17:34+00:00 )
Mar 16, 2023 11:39 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

څلور تنه سعودي ښاریز د عربستان په سویل لویدیځ جازان ښار کښې د سیلاب راوتو له امله مړه شوي دي.

د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې، دغه څلور کسان په ګاډي کښې د جازان ښار د اطرافو یو کلي ته روان وو چې ګاډی یې په سیلاب لاهو شو.

په ټولنیزو شبکو کښې یوه ویډیو خپره شوې چې په کښې یو ګاډی په سخت سیلاب کښې بې کنټروله شوی او په کښې سپور پلار ځان ژغوري خو څلور اولادونه یې په سیلاب کښې غرق شول.

د عربستان د الاخباریه شبکې خبریال وویل چې دا په دې کلي کښې رامینځته شوې اولنۍ پیښه نه ده.

د عربستان د موسمیاتو ادارې هم د هیواد په عسیر، جازان، نجران، مکه مکرمه، الباحه او په پلازمینه ریاض کښې د د سیلاب راتلو په هکله ګڼ خبرداري ورکړي دي.