سعودي عربستان په یمن باندې بریدونو ته دوام ورکړی
(last modified Sun, 19 Mar 2023 07:51:25 GMT )
Mar 19, 2023 12:21 Asia/Kabul
  • سعودي عربستان په یمن باندې بریدونو ته دوام ورکړی

زمونږ خبریال راپور راکړی د سعودي عربستان تیریګر ائتلاف هماغه راز د یمن په الحدیده ولایت کښې د اوربند پراخو خلاف ورزیو ته دوام ورکوي.

د سعودي عربستان او د یمن د حکومتي پلاویو ترمینځ په سویډن کښې د موافقې وړ اوربند د دوه زره اتلسم میلادي کال د دسمبر د میاشتې په اتلسمه نیټه په الحدیده ولایت کښې پیل شوی و  خو د سعودي عربستان ائتلاف هره ورځ د اوربند خلاف ورزۍ کوي.

د یمن په الحدیده ولایت کښې د اوربند د خلاف ورزۍ د څارنې لپاره د غږملتیا او د ارتباط د افسرانو د عملیاتو کوټې په تیرو څو ساعتونو کښې د اوربند د خلاف ورزیو شپږ اتیا موردونه ثبت کړل.

سعودي عربستان د دوه زره پینځلسم میلادي کال له مارچ میاشتې راهسې د امریکا د متحده عربي اماراتو او د څو نورو هیوادونو په ملاتړ سره په یمن باندې پوځي حملو او تیریو او له ځمکې ، سمندر او هوا څخه کلابندیو ته دوام ورکړی دی.

په یمن کښې د سعودي عربستان او د هغې د متحدانو جنګ غوښتنې تراوسه د دغه هیواد سلګونو زره خلک مړه او ژوبل کړي او څه د پاسه څلور میلیون نور یې کډوال کړي هم دي.

 

ټیګونه