د صهیونیسټ رژیم د جنګ وزیر د استعفا ګواښ ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i129844-د_صهیونیسټ_رژیم_د_جنګ_وزیر_د_استعفا_ګواښ_ورکړ
فارس خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژیم د جنګ وزیر یو اف ګالانت ګواښ ورکړ د قضايي اصلاحاتو د ترسره کیدا په بڼه کښې به استعفا ورکړي.
(last modified 2023-03-20T21:31:38+00:00 )
Mar 21, 2023 01:54 Asia/Kabul
  • د  صهیونیسټ رژیم د جنګ وزیر د استعفا ګواښ ورکړ

فارس خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژیم د جنګ وزیر یو اف ګالانت ګواښ ورکړ د قضايي اصلاحاتو د ترسره کیدا په بڼه کښې به استعفا ورکړي.

د صهیونیسټ رژيم په قضايي نظام کښې د بدلونونو د راوستلو لپاره د صهیونیسټ رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د کابینې فیصله د حکومت د مخالفو ډلو او د واکمن ائتلاف ترمینځ د نظرونو د اختلاف او د سیاسي تاوتریخوالو د رامینځته کیدا سبب شوي ده.

د صهیونیسټ رژیم د جنګ وزیر یواف ګالانت پرون د لومړي وزیر نتانیاهو کابینې ته ګواښ وکړ که چیرې دغه کابینه په یواړخیزه ډول په دغه رژیم کښې قضايي ادارې ته اړونده بدلونونه عملي کړي نو استعفا به ورکړي.

د صهیونیسټ رژیم د جنګ پخواني وزیر بني ګانټس هم پرون وویل د قاضیانو د ټاکلو د کمیټۍ د جوړښت د بدلیدا د وړاندیز اجرا کیدل په دغه رژیم کښې د قضايي ادارې د کمزورتیا د پلان په هکله لارو چارو ته د رسیدا خنډ کیږي.