په تل ابیب  کې صهیونیسټ ضد عملیات  به دوام ومومي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i130802-په_تل_ابیب_کې_صهیونیسټ_ضد_عملیات_به_دوام_ومومي
د فلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ په اعلامیې کې راغلي دي ،دغه ډول عملیات د فلسطین په ولس او مقدساتو د نیواکګرو د حملو او جنایتونو په ځواب کې روا عملیات دي  او هماغه راز به دوام ومومي .ز
(last modified 2023-04-07T23:33:49+00:00 )
Apr 08, 2023 04:01 Asia/Kabul
  • په تل ابیب  کې صهیونیسټ ضد عملیات  به دوام ومومي

د فلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ په اعلامیې کې راغلي دي ،دغه ډول عملیات د فلسطین په ولس او مقدساتو د نیواکګرو د حملو او جنایتونو په ځواب کې روا عملیات دي  او هماغه راز به دوام ومومي .ز

د فلسطین د مقاومتي چورلیز ډلو بیګا  د تل ابیب  د صهیونیسټ ضده عملیاتو په غبرګون کې  چې یو شمیر صهیونیسټان پکې هلاک او ټپيان شوي دي  ، اعلان وکړ، دغه عملیاتو په نیواکګرو د ګوزار کولو کې د فلسطین دمقاومتي چورلیز دتوانمنیو ننداره د ه .

صهیونیسټي  رسندویو بیګا راپور ورکړی، یوه فلسطینی ځوان پخپل ګاډي سره پر صهیونیسټانو حمله  کړې  او پر ډزو سربیره ئې پر یو شمیر  صهیونیسټانو خپل ګاډي ورخوشی کړچې وئيل کیږي، یوشمیر کسانو ته ئې مرګ ژوبلې اړولي دي  او پخپله هم د وحشي صهیونیسټانو په ډزو کې شهید شو.

په راپور کې وئيل شوي چې په دغو شهادت غواړو عملیاتو کې یو صهونیسټي هلاک شوی او  او اوه نور ټپيان شوي دي چې ځيني پکې مرګي حاله راپور شوي دي. همداراز په یوه بل راپور کې وئيل شوي دی چې داردن په غور سیمې کې  هم په ډزو کې دوه نور صهیونیسټان هلاک شوي  او یو شمیر نور هم ټپیان شوي دي. دغه پيښه  د پلټنې له یوې پستې سره نزدې شوې ده .صهیونیسټي رسندوئې مدعي شوی چې دغه عملیات فلسطینیو ځوانانو کړي  او له عملیاتو وروسته له سیمې تښتیدلي دي ، البته لټول ئې دوام لري.

داپه داسې حال  کې دي چې د فلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ په اعلامیې کې راغلي دي ،دغه ډول عملیات د فلسطین په ولس او مقدساتو د نیواکګرو د حملو او جنایتونو په ځواب کې روا عملیات دي  او هماغه راز به دوام ومومي . همداراز نورو مقاومتي ډلو هم پخپلو  جلاجلا اعلامیو کې  وئيلي دي ،د تل ابیب او د اردن غور سیمې  عملیات د  صهیونیسټي رژيم پر امنیتي ادارو یو محکم ګوزار دی او دغه غچ اخستنې په دوام ولري.