د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو مشر جدې ته ورسیده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i131460-د_فلسطین_د_کورواکه_تشکیلاتو_مشر_جدې_ته_ورسیده
محمود عباس تیره ماښام په یو رسمي سفر د سعودي عربستان جدې ښار ته رسیدلی دی
(last modified 2023-04-17T22:33:15+00:00 )
Apr 18, 2023 02:58 Asia/Kabul
  • د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو مشر جدې ته ورسیده

محمود عباس تیره ماښام په یو رسمي سفر د سعودي عربستان جدې ښار ته رسیدلی دی

د ایرنا د خبر له مخې محمود عباس چې د عربستان په رسمي بلنه دغه هیواد ته تلی دی، ټاکل شوې چې نن له سعودي ولیعهد محمد بن سلمان سره ملاقات وکړي.

دواړه لوري به په دغې کتنې کښې د فلسطین وروستي بدلونونه او د سیمې حالات او د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا وجاجوي.

په دغه سفر کښې د پي، ایل، او د اجرايي کمیټې منشې حسین الشیخ، د کورواکه تشکیلاتو د اطلاعاتو د سازمان مشر ماجد فرج او د محمود عباس سفارتي صلاحکار مجدي الخالدي د هغه ملګرتیا کوي.

دا سفر په داسې حال کښې کیږي چې وړمه ورځ هم د حماس غورځنګ د مشر اسماعیل هنیه او د دغه غورځنګ د سیاسي دفتر د پخواني مشر خالد مشعل په شمول یو پلاوی عربستان ته تلی و.