صهیونیسټ رژیم یوه دړې وړې شوي او ټوټه شوي ټولنه:-
د قدس په امنیتي او سټراټيژیکو چارو کښې د اسرائیلو څیړنیز مرکز په یوه راپور کښې چې نن خپور شو ډاګینه کړه د اسرائیلو شرایط په دې ډول دي په خارج کښې ټول هیوادونه له بهر څخه مونږ یوه دړې وړې ټولنه ویني کومه چې سوکه سوکه د فعالیت لپاره خپل وس له لاسه ورکوي.
دوست هیوادونه چې له مونږ سره یې ابراهم موافقه لاسلیک کړه هم په سیمه کښې د اسرائیلو د سټراټيژیکې بقا د دوام په هکله د شک په سترګه ګوري او په حیرت سره زمونږ کورنۍ نښتې تعقیبوي، داسې نښتې چې سبب شوې ځینې هغه د اسرائیلو د پوځي توان د دړې وړې کیدا لپاره یو خطر وبولي.
د امریکا نیشنل اینټرسټ فکر کوټې هم په یوه راپور کښې په دې خبرې سره چې د اسرائیلو د جوړیدا کابو پینځه اویا کلونو تیریږي وویل تراوسه د صهیونیسټ رژیم اساسي چیلنجونه نه دي بدل شوي.
د دغه راپور پراساس که څه هم د نولس سوه اته څلویښتم میلادي کال د مي د میاشتې په پینځلسمه نیټه د اسرائیلو د خپلواکۍ په نوم اعلامیې ویل چې اساسي قانون باید د هماغه کال تر اکتوبر میاشتې پورې تصویب شي خو تراوسه داسی سند نه دی زیږیدلی او په نتیجه کښې د ټولنې په برخه کښې ډير بنیادي او اداري بدلونونه ممکنه ده په پارلمان کنسټ کښې په یوې ډیرې ساده رایې سره ترسره شي.
په نیواکي فلسطین کښې ټولنیز اختلافات او د بیلابیلو قومي ټولنو د برترۍ غوښتل هغه مهم چیلنجونه دي چې موجود دي.
د سفارادي ختیځ او د اشکنازي د لویدیځ د یهودیانو او له نورو دینونو او مذهبونو سره د صهیونیسټ سیکولر بهیر اړیکې او د دین او د سیاست ټکر په صهیونیسټ رژيم کښې تر ټولو مهم کورني کړکیچونه دي چې همدا اوس راڅرګند شوي او د دې لپاره چې پایلې یې د یهودیانو دیني جوړښت او ټولنه ټوټې ټوټې نکړي د تل اویو مشران د دغه چارې د پټ ساتلو هڅه کوي.
دغه ټکر د سیکولر صهیونیزم د نویو کړچارونو د رامینځته کیدا سبب شوی دی چې د یهود دین د خبرو په معلومو اړخونو یې اغیز شیندلی دی او هدف یې د یهودیانو د بیلابیلو پرګنو جذبول دي په داسې حال کښې چې د روسیې د مهاجرو یهودیانو د داخلي کشمشکونو بهیر او د ګوش ایمونیم غورځنګ د ښارګي میشته خلکو په څنګ کښې د قدرت او د فیصلو د ترسره کولو په مرکزونو باندې د سلطې لپاره د دوې هڅه چې په لویدیځې غاړې کښې د ښارګیو د جوړولو بیرغوال دي هره ورځ پسې زیاتیږي.
دغو کشمکشونو د دیني صهونیزم په نوم یو نوی ګوند رامینځته کړی دی چې د سیکولرانو او د یهودیانو دیني خبرې اترې په دې شرط چې د صهیونیزم اصول پایداره پاتې شي سره یوځاې کوي حال دا چې د صهیونیزم اصول د سرزورو ګوندونو له تفکر او اصولو سره په ټکر کښې دي.
صهیونیسټي دیني او سرزوري ګوندونه هڅه کوي د سیاسي نښتو په ډګر کښې خپل رول او سلطه پیاوړي کړي او همدغه چاره د کلتور د ټولنې او د یهودي پرګنو په سویه د نښتو د زیاتیدا سبب شوي ده؛داسې چاره چې په اسرائیلو کښې د حکومت د کولو د کړکیچ اندازه منعکسوي.
د اسرائیلو د ښي پالو او د سیکولرانو ترمینځ اختلاف یو جدي او زوړ اختلاف دی چې د نیواکي فلسطین د رامینځته کیدا له وخت راهسې شته خو په دې دلیل چې سیکولرانو اکثریت درلود نو چندانې نه ښکاره کیده.
خو په هغه کار سره چې لومړي وزیر نتانیاهو رامینځته کړی دی د سرزورو مذهبي او د افراطي ښي پالو ډلو د قدرتمن کیدا سبب شو.
د دغه قدرت د ترلاسه کیدا نتیجه داسې اختلافات دي چې نن سبا د صهیونیسټ رژیم په سیاسي ډګر کښې د سیاسي بې ثباتۍ په چوکاټ کښې لیدل کیږي.
د صهیونیسټ رژيم د نوي کابینې له جوړیدا وروسته سیکولران د داسې سرزورو کسانو د قدرتمن کیدا کتونکي دي چې هم د صهیونیسټانو په ټولنیز ډګر کښې او هم په نړیوال ډګر کښې د سرزورۍ په دلیل منفور دي.
اوس دغو کسانو خطر احساس کړی دی چې د دغه بهیر دوام د صهیونیسټ رژیم سیکولران له خطر سره مخامخ کوي.
په حقیقت کښې د مذهبي کسانو قدرتمنیدا د صهیونیسټ رژیم په ټولنیز ډګر کښې یو ډول اندیښنه رامینځته کړه او سبب شوه د سیاسي ډګر دوه قطبي توب ټولنیز ډګر ته ورسیږي او همدا اوس د سرزوري کابینې پرضد د لسګونو زره کسانو د مظاهرو په چوکاټ کښې واټونو ته کاږل شوی او د لومړي وزیر نتانیاهو لخوا د قضايي اصلاحاتو له ځنډول کیدا سره سره اوس هم په صهیونیسټ رژیم کښې د خلکو مظاهرې دوام لري.