د ایران او د اردن خبرو اسرائیل اندیښمن کړی
المیادین ټیلي ویژن راپور ورکړ د صهیونیسټ رژیم «معاریو» ورځپاڼې وویل د ایران او د اردن د بهرنیو چارو د وزیرانو خبرو اترو تل اویو اندیښمن کړی دی.
د ایران او د اردن د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او ایمن الصفدي په تیرې پنجشنبې ورځ په ټيلي فون باندې د سیمې او د دوه اړخیزه مهمو موضوګانو په هکله د نظر تبادله وکړه.
د صهیونیسټ رژیم معاریو ورځپاڼې پرون په یوه راپور کښې د ایران او د اردن د خارجه وزیرانو ټیلي فوني خبرو ته اشاره وکړه او د ایران او د سعودي عربستان له موافقې وروسته د ایران او د اردن ترمینځ د اړیکو ښه کیدل یې د اسرائیلو رژیم د اندیښنې سبب وباله.
له دې مخکې ایسوسي ایټیډ پریس خبري اژانس راپور ورکړی و د ایران او د سعودي عربستان ترمینځ موافقې د اسرائیلو رژیم تر ډیره حده اندیښمن کړی دی په دې بڼه چې دغه رژیم په سیمه کښې یوازې پاتې شي.