Apr 24, 2023 14:12 Asia/Kabul
  • د سوریې خلکو د ترکیې د نیواک پرضد مظاهرې وکړې

المعلومه خبري اژانس نن راپور راکړ د سوریې په الحسکه ښار کښې د «راس العین» سیمې وسیدونکو د مظاهرو په ترسره کولو سره د ترکیې د نیواکګرۍ د ختمولو او له خپلې خاورې د انقرې د عسکرو د وتلو غوښتنه وکړه.

د ترکیې پوځ له ترهګرو سره د مبارزې په پلمه له کابو  تیرو دریو کلونو راهسې د سوریې د شمال او د شمال ختیځ ځینې سیمې نیولي دي او د ترکیې یوشمیر پوځيان اوس په دغو سیمو کښې شته.

د ترکیې عسکرو په یوه بل اقدام کښې په تیرو دوو ورځو کښې د سوریې د الحسکه ښار په ځینو سیمو کښې د اوږد خندق په کیندلو سره خپلو ځمکو ته د دغو سیمو د وسیدونکو د ورتلو مخه ونیوله.

د سوریې په شمال ختیځ کښې په الحسکه ښار کښې د راس العین د لویدیځ په خوا کښې د الراویه او د العزیزه کلیو وسیدونکو وروسته له دې چې د ترکیې عسکرو په دغو سیمو کښې د خندق کیندل پیل کړل مظاهرې وکړې.

دسوریې د دغو دوو کلیو وسیدونکو د شعارونو په ورکولو سره د ترکیې په پوځیانو غږ وکړ چې له سوریې ووځي.

د ترکیې پوځ همدا اوس د سوریې په شمال کښې څخه د پاسه سل غیرقانوني اډې جوړې کړي دي او ادعا کوي چې د سوریې په شمال ختیځ کښې د ترکیې د پوځيانو شتون د سوریې د ډیموکراټیکو ځواکونو په نوم د کرد ډلو د ګواښ د مخنیوي په هدف سره دی.

د سوریې حکومت د ملګروملتونو سرمنشي او د امنیت شورا پړاویز مشر ته په لیک کښې په خپله خاوره کښې د ترکیې د پوځیانو په شتون اعتراض کړی دی او له سوریې څخه د دغو  عسکرو د وتلو غوښتنه یې کړي ده.

 

ټیګونه