د جهاد او شهادت لاره به دوام ولري
د اسلامي جهاد غورځنګ د لوړ پوړي غړي له شهادت وروسته، د دې غورځنګ عمومي منشي وویل چې د اسلامي جهاد مبارزین به له جهاد او شهادت څخه لاس وانه خلي.
۴۴ کلن خضر عدنان د فلسطین د اسلامي جهاد د غورځنګ یو جګپوړی غړی و، چې د اشغالګرو ځواکونو له لوري د خپل نیول کېدو په اړه یې د نه خوړلو اعتصاب کړی و، چې، له ۸۶ ورځو اعتصاب وروسته بالاخره نن په شهادت ورسېد.
د فارس خبري آژانس د خبر له مخې، د فلسطین د اسلامي جهاد غورځنګ عمومي منشي«زیاد النخاله» د دې په بیان سره چې د شهادت لاره مو په خپله خوښه غوره کړې او شیخ خضر عدنان د دې انتخاب غوره بیلګه ده، هغه ټینګار وکړ که د فلسطين ملت د شيخ خضر عدنان په شان نه کسان نه درلودل، نو د دې خلکو هيلې به له خاورو سره خاورې شوې وای.
النخاله ټینګار وکړ، موږ به د ټولو شهیدانو، شیخ خضر عدنان او ټولو هغو کسانو ته چې له سپېڅلو شهیدانو سره به یو ځای کېږي، وفادار و اوسو او د صهیونیستي قاتلانو او مجرمینو له منګولو څخه د خپلې خاورې تر آزادولو پورې به د جهاد او مقاومت لارې ته دوام ورکوو.