سعودي عربستان په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i132276-سعودي_عربستان_په_خپلو_ژمنو_عمل_نه_دی_کړی
په یمن کې د ملي نجات د حکومت لومړي وزیر د عربستان د ژمنو نه پوره کېدو ته په اشارې سره ویلي: ریاض په خپلو کړیو ژمنو عمل نه دی کړی.
(last modified 2023-05-03T04:21:48+00:00 )
May 03, 2023 08:50 Asia/Kabul
  • سعودي عربستان په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی

په یمن کې د ملي نجات د حکومت لومړي وزیر د عربستان د ژمنو نه پوره کېدو ته په اشارې سره ویلي: ریاض په خپلو کړیو ژمنو عمل نه دی کړی.

د المسیرې له راپور سره سم، د یمن د ملي نجات د حکومت لومړي وزیر عبدالعزیز بن حبتور ټینګار وکړ: د سعودي له لورې د ژمنو د پوره کېدو هیڅ نښې نه ښکاري او ریاض له خپلو ژمنو څخه د تېښتي هڅه کوي.

هغه  وویل: مونږ د ټولو شویو هوکړو د عملي کېدو په ضرورت ټینګار کوو، د تنخاګانو ورکړه یوه انساني مساله ده چي امنیت او ثبات سره تړاو لري.

بن حبتور یادونه وکړه چي په یمن باندې د برید کوونکو هیوادونو تر مینځ هیڅ فرق نه شته او د یمن د سیاسي شورا مشر مهدی المشاط هم د ملګرو ملتونو د استازی له لورې ځکه پیغام ورکړی چي ټولې لورې په خپلو دریځونو غور وکړي، فرق نه کوي که د امنیت شورا وي او یا امریکا او انګلیس.

د یمن او سعودي تر مینځ د روغ او جوړي په هکله له خبرو اترو وروسته، امریکا او انګلیس هڅه کوي چي د دواړو لورو د هوکړي مخنیوي وکړي او په یمن کې یو نوی بحران رامینځ ته کړي خو د یمن د سیاسي شورا مشر ملګرو ملتونو ته په یوه پیغام کې په دې اړه خبرداری ورکړی دی.