دمشق ته د رئیسي سفر/ د سوریې د بریا پخلی
May 03, 2023 10:15 Asia/Kabul
د سوریې پارلمان دمشق ته د ایران د ولسمشر سفر د سوریې د بریالیتوب د تائیدولو په معنا او یوه تاریخي سفر وباله.
د سوریې د پارلمان غړی نضال مهنا په دې اړه وویل: سوریې ته د ایران د ولسمشر سفر د دې ښودنه کوي چي د سیمې او د نړۍ سیاسي نقشه او ډله بندي په بدلېدو ده.
هغه زیاته کړه: ایران د سوریې او ترکیې تر مینځ د اړیکو له رغېدو سره مرسته کوي او سعودي ته د سوریې د نژدې کېدو تعقیبونه کوي او د یمن، لبنان او سوریې پورې اړوندې مسایلو باندې غور کوي، دا ټوله هغه مسایل دي چي دمشق ته د ایران د ولسمشر په سفر کې به خبرې پرې وشي.
د سوریې د پارلمان دغه غړی په اقتصادي او فوځي ډګرونو کې د تهران او دمشق تر مینځ د همکاریو زیاتوالې د دواړو لورو د خبرواترو اصلي چورلیز وباله.
ټیګونه