صهونیستي رژیم ۴۳ فلسطیني ماشومان په سختو حالاتو کې بندیان ساتلي
د فلسطین د بندیانو او ازادۍ مؤسسې اعلان وکړ چې صهونیستي رژيم د دغه هېواد په الدامون زندان کې ۴۳ فلسطیني ماشومان په سختو شرایطو سره بندي ساتلي دي.

د دغه اعلان له مخې په یاد زندان کې د ماشومانو او بندیانو د حقونو اړوند هیڅ ډول نړیوال معیارونه شتون نلري او ماشومان په داسې خونو کې ساتل کیږي چې د هوا او روښانتیا مناسب سیستم هم نلري.
یاد سازمان ویلي، بندي ماشومان د خوراکي توکو له کمښت، د مناسبو لباسونو د نشتوالي، د روغتیایي چاپیریال نشتون او په بند خونه کې د حشراتو د شتون له امله له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.
ویل کیږي، د اسرايیلو د جنایتونو له امله یاد ماشومانو ته اجازه نه ور کول کیږي چې د خپلو کورنیو غړو سره لیده کاته هم ترسره کړي.