عربستان او سوریه تجارتي او اقتصادي فعالیتونه بیرته پیلوي
دواړو لورو همداراز په عربستان او سورئې کې د موجوده پانګونې له فرصتونو څخه د پانګوالو د استفادې امکان او دتجارتي پلاؤ دلیدوکتو د مبادلې او په هرډول سره د اقتصادي ټولنو دترسره کیدا ضرورت چې ددواړو هیوادونو ترمینځ داقتصادي ملګرتیاؤ لاره برابروي ټينګار وکړ.
د هوساینې او غوړیدا لپاره د ملګرتیا په شعار سره په ۲۰۲۳کال کې د عربو او چینی تاجرانو د لسم کنفرانس فعالیت دیکشنبې په ورځې دعربستان په ریاض کې پيل شوی او نن وروستیو پورې به دوام ولري.
دغه کنفرانس د عربستان د ولی عهد محمد بن سلمان تر نظر لاندې او د عربستان او عربو چارواکو او د عربو حکومتونو،د څه دپاسه دوه زره لوړپوړو چارواکو ،لوړپوړو اجرائي مدیرانو پانګوالو او ټیکدارانو په ګډون سره ترسره کیږي. دغه کنفرانس د تجارت او اقتصاد او پانګونې او ملګرتیا په زمینو کې دبحث لپاره د یو فرصت ا و د تاجرانو ترټولو لوي سمینار دی.
د عربستان واس خبری آژانس راپور ورکړ،د سورئې د تجارتی کوټو د ټولنې مشر محمد ابولالهدی الحام پرون د عربستان د تجارتی کوټو د ټولنې له مشر حسن بن معجب الحویزي سره په کتنې کې موافقه وکړه،د اقتصادي ملګرتیاؤ لاره ئې پرانیزي او عربو چاپیریالونو ته د سورئې له بیرته ستنیدا سره په یووخت د دواړو لورو ترمینځ د پانګونې او تجارتی راکړې ورکړې او نور فعالیتونه بیرته پیلوي.
دواړو لورو همداراز په عربستان او سورئې کې د موجوده پانګونې له فرصتونو څخه د پانګوالو د استفادې امکان او دتجارتي پلاؤ دلیدوکتو د مبادلې او په هرډول سره د اقتصادي ټولنو دترسره کیدا ضرورت چې ددواړو هیوادونو ترمینځ داقتصادي ملګرتیاؤ لاره برابروي ټينګار وکړ.
دعربستان خارجه وزیر فیصل بن فرحان د یکشنبې په ورځې د عربو او چیني تاجرانو د لسم کنفرانس په پرانیستونکو دستورو کې په شتون سره ، چین د عربو هیوادونو ترټولو ستر شریک وباله او وې وئيل، چې د ملګرتیا او مشارکت د پراختیا لپاره د چین او عربو هیوادونو ترمینځ متقابله ګروهنه شته ده .