تهران د عربستان د خارجه وزیر کوربه
د سیمې د مسایلو کارپیژاندې حسن هانی زاده په دې زمینه کی وایی د دواړو هیوادونو په اړیکو کې د تاوتریخوالی له اوه کلونو وروسته تهران ته د عربستان د خارجه وزیر سفر د سیمه ایزې غږملتیا د رامینځته کولو لپاره د عربستان د نوی کړچار ښودنه کوی .
د عربستان خارجه وزیر د اسلامی ایران د خارجه وزیر د بلنې په ځواب کې تهران ته راورسید .اسلامی ایران او عربستان د مارچ په لسمه نیټه په پیکینګ ښار کی موافقه وکړه چی په دو میاشتو کې خپلې ډیپلوماټیکی اړیکي له سره پیل او سفارتونه اواستازندویه دفترونه پرانیزي .
له هغه وخته تراوسه د اسلامی ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان او د عربستان خارجه وزیر فیصل بن فرحان یوځل په پیکینګ او بیا دوهم ځل په کیپ ټاون کې کتنه وکړه او د عربستان خارجه وزیر ویلی وو چی ډیر ژر تهران ته سفر کوی . په دغه موده کې له ایران او عربستان سره اړونده په سیمه ایزو او نړیوالو معادلاتوکې ډیر بدلونونه رامینځته شوي دي . ریاض له هغه وخت راهیسې د ایران د متحدپه توګه له سوریې سره خپلې اړیکي پیل کړی او د یمن له دولت سره یې د خبرو په چوکاټ کې خپلې هلې ځلې چټکې کړي دي . له دې سره په یووخت د سیمې عربی هیوادونو له اسلامي ایران سره د اړیکو ښه کولو ته ګروهنه ښودلی ده او اوس له مصر او بحرین سره د ایران د اړیکو د عادی کولو لپاره هلې ځلې د عراق او عمان په شان له مختلفو چینلونو روانی دي .
د سیمې د مسایلو کارپیژاندې حسن هانی زاده په دې زمینه کی وایی د دواړو هیوادونو په اړیکو کې د تاوتریخوالی له اوه کلونو وروسته تهران ته د عربستان د خارجه وزیر سفر د سیمه ایزې غږملتیا د رامینځته کولو لپاره د عربستان د نوی کړچار ښودنه کوی .
عربستان په تیرو کلونو په تیره بیا له ایران سره د تاوتریخوالی په وخت کې ډیر انساني او مالي لګښتونه زعملی دي او د یمن په جنګ کې عربستان هره ورځ ۳۵۰ میلیون ډالره لګښت په ځان اړولی دی او د سوریې په کړکیچ کې یې هم د ترهه ګرو ډلګیو ۸۰ میبلیارډ ډالره مالی مرسته کړی ده چی البته دا مرسته د امریکا په مرسته وه .
روښانه ده چی د دو مهمواسلامي هیوادونو او سترو تیلي قدرتونو په توګه د عربستان او ایران د اړیکو ښه کیدا د دواړو هیوادونو ترمینځ نویو اقتصادي او سیاسی تعاملاتو ته په بڼه ورکولو سربیره په سیمه کی د ثبات او امنیت د پراختیا او د سوریې او یمن په شان هیوادونو کې د بحرانونو له اواری سره مرسته کولای شی .
په عین حال کی د عربستان په شمول د سیمې د عربي هیوادونو او ایران د اړیکو ښه کیدا د ایران په منزوی کولو کې د امریکا او صیهونیسټ رژیم د سیاستونو لپاره ماته بلل کیږی . د ایران څنډې ته کول د امریکا او صیهونیسټ رژیم یوه ایرانی ضد سټراټیجۍ ده چی په وروستیو کلونو کی په سیمه ایزو او نړیوالو ټولنو کې په کلکه تعقیب شوی ده . دا موضوع دومره مهمه ده چی د اسلامی انقلاب معظم لارښود هم په مشهد مقدس کې په خپلې نوروز ورځې وینا کې ورته اشاره وکړه او ویې فرمایل لویدیځوالو دباو واچوه چی ایران منزوی کړی خو هغه څه چی شوی دی ، اپوټه نتیجه یې ورکړی ده .
بل مهم ټکی د صیهونیسټ رژیم سیمه ایز ځای او موقعیت کمزورتیا ده . د ایران او عربستان د سیاسی اړیکو په ښه کیدا د صیهونیسټی چارواکو سخت غبرګون هم په سیمه کی د دغه رژیم د موقعیت له کمزورتیا د صیهونیسټانو د اندیښنې ښودنه کوی ځکه چی د دغه رژیم د شریکانو حلقه تنګوی . په همدې دلیل د صیهونیسټ رژیم پخوانی جنګ وزیر لیبرمین د عربستان او ایران د اړیکو احیا د ایراییلو د بهرنی سیاست لپاره یوه ماته بللی ده .
پر دې اساس د ایران او عربستان د اړیکو له سره پیلول باید په سیمه ایزو او نړیوالو بدلونونو کې د بدلانه یو معهم پیچومې وبلل شی . اوس ایران او عربستان د دو سمیه ایزو قطبونو په توګه په سیمه کی د ټینشن د کمولو او په دوه اړخیزو اړیکو کې د ګډو پروژو د تعریفولو په لاره کی راغلی او تهران ته د فیصل بن فرحان سفر په همدې چوکاټ کې د ارزولو وړ دې .